د افغانستان د مسئلې اساسي حل؛ د ملي مشروعیت د ناتمام فصل تکمیلول دي!
لیکنه: ډاکټر محمد وليخېل
د پښتنو افغانانو لومړی دولت د ملي قائد مېرویس خان نیکه د پاڅون له لارې، رامنځته شو. د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د پښتنو افغانانو له خوا یو خپلواک دولت تاسیس شو، چې له همدې ځایه یې واکمني پیل کړه. په حقیقت کې، همدا په کندهار کې د هېواد او عصري افغانستان د دولت د بنسټ ډبره اېښودل ګڼل کېږي. مېرویس خان نیکه د هغه وخت د شرایطو له مخې د عنعنوي جرګې له خوا منتخب شو، او همدې دودیز مشروعیت د ولسونو اقناع رامنځته کړې وه.
د معاصر افغانستان د خپلواک دولت د جوړېدو بنسټ د مېرویس خان نیکه له پاڅون سره د ۱۷۰۹م کال د اپرېل په ۲۱مه په کندهار کې کېښودل شو، او په ۱۷۱۷م کال کې د هرات د ابدالیو له بریالي پاڅون سره پیل شوه. د دې کنفدراسیون جوړېدل د صفوي امپراتورۍ د سقوط او په ۱۷۲۲م کال کې د شاه محمود هوتکي له خوا د اصفهان د نیولو لامل شول چې د صفویانو ۲۲۱ کلنه (له ۱۵۰۱ تر ۱۷۲۲م) استعماري او مستبده واکمني پای ته ورسوله د افغانانو دولت تحکیم شو.
د دولت جوړولو دا پروسه په ۱۷۴۷م کال کې په کندهار کې د احمد شاه بابا د پاچا په توګه له اعلان او په دې ځمکو کې د خپلواک دولت له جوړېدو سره بشپړ شو. له هغه وخت راهیسې تر نن ورځې پورې دا دولت پر خپلو پښو ولاړ دی.
د افغانستان د تاریخ عصري دوره د مېرویس خان هوتکي پاڅون، د هوتکو ـ غیلجيانو امپراتورۍ (۱۷۰۹–۱۷۳۸) او وروسته د سدوزيو ـ ابدالیانو امپراتورۍ (۱۷۴۷) د عصري افغانستان د بنسټ ایښودونکو په توګه پېژندل کېږي. دا د سیاسي خپلواکۍ، حنفي اسلام او افغان کلتور ماهیت دی، چې د مېرویس خان نیکه له وخته تر نن ورځې پورې یې د افغان دولتونو ملي هویت رامنځته کړی دی.
د ملي مشروعیت په تاریخ کې، لکه څنګه چې مېرویس خان نیکه د لویو جرګې له خوا منتخب شوی و، احمد شاه بابا هم د هغه وخت د شرایطو له مخې د عنعنوي لویې جرګې له خوا منتخب شو، چې همدا ډول دودیز مشروعیت د افغانانو ولسونو ملي اقناع د هغه وخت د شرایطو سره سم تأمین کړې وه.
د ملي مشروعیت او مشروطیت بل معاصر فصل بیا په رسمي توګه د شاه امان الله په وخت کې، په ۱۹۲۳م کال کې، په افغانستان کې د لومړني اساسي قانون له لارې پیل شو، چې په کې د اتباعو د حقونو او مشروعیت لپاره لومړنی رسمي او لیکلی اقدام رامنځته شو. وروسته ګڼ نور قوانین هم رامنځته شول، او په ۱۹۶۴م کال کې د ظاهرشاه په دوره کې د ولسواکۍ لسیزې دا بهیر نور هم پیاوړی او غني کړ؛ خو د داود او خلقیانو کودتاوو دا مسیر کمرنګه او د مشروعیت له اصلي بهیر څخه يي منحرف کړ.
د فردي واک او نامشروع میکانیزم له امله مو طبیعي افغانستان د داخلي اړ او دوړ او بهرنیو توطیو او مداخلو په پایله کې را کوچنی شو او لویه برخه خاوره مو وبایله. اوسمهال هم که د کوز وطن د ولسونو د سیاسي مشارکت لپاره د تېر ګنګسیت او ناڅرګند حالت ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په واضح ټکو کې ملي طرحه او داسې چوکاټ رامنځته شي ترڅو د کوز وطن خلک د خپلو نیکونو اصلي سیاسي مرکز یعنې کابل ته په سیاسي توګه ور وکرځي او هیلې يي په اساسي توګه وغوړېږي او په ټوپونو شي، چې دا کار به د تاریخي بهرنیو غلیمانو د نقاق او وېش کړنلارو ته د خاتمې او پای ته اېښودلو په مانا وي.
د ۲۰۰۴م کال اساسي قانون د هېواد تر ټولو ښاروندمحوره او د سیاسي زعامت د انتخاب، د واک د مودې د پیل او پای، او د صلاحیتونو د تفکیک له اړخه یو واضح او لومړی ولسي منتخب فصل پیل کړی و؛ خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون، که څه هم له یوې خوا د سیمې د ښامارانو د بې شرمو مداخلو له کبله د افغانانو لپاره یو فرصت و، خو د دغه قانون تطبیق او نورو برخو پر بهیر یې سیوری غوړولی وه او په افغانستان کې د ګاونډیو شریرو عناصرو د بې شرمانه مداخلو او یرغل له امله دا پروسه ناتکمیله شوه.د ملي مشروعیت دې بهیر ښایسته لاره ووهله، خو وسلهوالو جګړو، د بهرنیو پوځي حضور، د سیمې د هېوادونو بېشرمانه هجوم، او د جمهوریت دننه د ځینو ډلو ټپلو او سیاسي کسانو بېسنجشه او غیرعقلاني غوښتنو او نیابتي سیاستونو دغه بهیر ټکنی کړ، له ځنډ او خنډ سره یې مخ کړ، او ملي پروسې یې سبوتاژ کړې.
د افغانستان په تاریخ کې داسې ډېرامیران او واکمنان شته، چې د نورو هېوادونو په مستقیم او غیرمستقیم مداخلت او وساطت واک ته رسېدلي، خو ټولمنلي ملي او واضح داخلي/ بومي مشروع حل ته یې غاړه نه ده ایښې. له همدې امله، یا د داخلي کودتاوو له لارې او یا د نورو هېوادونو سره د سیالانو د تعامل او اړیکو له امله له واکه لرې شوي، او دغه کړکېچ تر ډېره دوام پیدا کړی دی.
د افغانستان په تاریخ کې اساسي سیاسي ستونزه د هېواد د سیاسي زعامت انتخاب، د زعیمانو د واک د مودې پیل او پای، د صلاحیتونو تفکیک، او په نورو ملي مسئلو کې د ملت او ملي متنفذینو د ځای او نقش واضح کول دي، چې تر ډېره د درباري فردمحوره اجنډاوو له خوا کمزوري شوي او د شخصي سیاسي اجنډاوو ښکار شوي دي.
د افغانستان د دغې سیاسي شخړې د حل لپاره یو داسې بومي حل ته اړتیا لیدل کېږي، چې د افغانستان ټولې پرګنې په یوه ټولمنلي میکانیزم کې مشارکت وکړي، او د سیاسي واک میراثي، انحصاري او استبدادي لړۍ «په هر ډول چې وي پای ته ورسېږي، او د ملي مشروعیت ټولمنلي چوکاټ ته غاړه کېښودل شي، څو د ملت جوړونې پروسه په اساسي ډول پیل او تکمیل شي.»
نو په افغانستان کې د هر ډول خونړیو کودتاوو، انقلابونو، استبداد د ختمولو، او د ځینو کسانو د پټو او مرموزو اړیکو او ځوړندو اورمېږونو د حالت د له منځه وړلو لپاره همدا یوازینۍ ملي نسخه کار ورکوي، او هغه د ملي مشروعیت د ناتمام فصل تکمیل دی؛ هغه فصل چې په بېلابېلو وختونو کې مطرح شوی، خو د داخلي ناغېړیو او بهرنیو مداخله له کبله ناتکمیل پاتې شوی دی.
نو باید دا د تکمیل ملي مرحله په پوره دیانت، امانت او ملي رسالت سره ترسره شي، څو پټو، مرموزو اړیکو، او هر ډول استبدادي ذهنیت او حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.
پای